CRI Online

د چين د نوې دورې ملي ولسي کانګرس لومړنی غونډه پرانيستل شوه او د اقتصاد اصلاحاتو او د خلکو ژوند ښه والی لا هم د پاملرنې وړ ټکي دي.

cri     (GMT+08:00) 2013-03-05 16:11:50

د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړنۍ غونډه د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د ډېر عالي واکمن ارګان په توګه، په دغه غونډه کې به د چين نوی دورې حکومت انتخاب شي. د چين صدراعظم ون جيا باو په همدې ورځ دغې غونډې ته حکومتي راپور وړاندې کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې اصلاحات او ورخلاصون د چين د پرمختګ اساسي خوځنده ځواک دی او چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا لپاره لا زيات کوښښونه وکړي. 

زموږ د هېواد اصلاحاتو کليدي مرحلې ته ننوتلی، نو حکومت بايد د افکارو په لا خلاصولو سره د اقتصاد، سياست، کولتور او ټولنې په برخو کې اصلاحات پياوړی او ژور کړي.

د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې لږ څه دری زره تنو استازيو د روانې دورې حکومت وروستی کاري راپور واوريد. صدراعظم ون جيا باو په دغه راپور کې په تېرو پنځو کلونو کې د حکومت کارونه راغونډ کړل، د روان کال لپاره د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ عمومي غوښتنې، عمده موخې او عمومي اقتصادي تګلاره يې بيان کړه او د نوې دورې حکومت د کارونو د پياوړتيا په هکله وړانديزونه يې هم ورکړل.

ويل کېږي چې د خلکو اميدونه پوره کول د حکومت کاري موخه ده. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له تېرو دېرشو کلونو وروسته، اوسمهال د پرمختګ له برياليتوبونو څخه د ټولو خلکو ګټه اخيستل د حکومت عمده کار دی. ده وويل، 

موږ بايد تر ټولو لومړی د کاري فرصتونو تامينولو او د خلکو د ژوند ښه والي ته پام وکړو. په تېرو پنځو کلونو کې لګول شوې کاري پانګونې ١٩٧ مليارډو او ٣٠٠ مليونه يوانو ته رسېدلې چې له اته ويشت مليونو تنو نه زياتو له پوهنتونونو څخه فارغ شويو محصلينو کارونه پيدا کړي دي او په ښارونو او علاقه داريو کې له اته مليونو او درې لکو تنو نه زيات هغو کسانو کارونه پيدا کړي دي چې پخوا يې کاري فرصت نه درلود. د دې ترڅنګ په ښارونو کې د اوسيدونکو د عمر بيمو نظام په بنسټيزه توګه بشپړ شوی او د ملي اساسي طبي بيمو سيسټم هم قايم شوی او په بېلا بېلو ډولو طبي بيمو کې د ګډون کوونکو شمېر له يو مليارډو او دری سوه مليونو تنو نه زيات شوی دی. په عين وخت کې په ښارونو کې د کورونو د تاُمينولو نظام هم د بشپړېدو په حال کې دی.

په تېرو پنځو کلونو کې چين د نړيوال پولي بحران او د ون چوان د سختو زلزلو په شمول له زياتو ننګونو سره مخامخ شوی و. خو په دې موده کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي حجم په نړۍ کې دوهم مقام ونيو. سره له دې چې تېر کال نړيوال اقتصاد په ځوړ او ښکته روان و، چين د اقتصادي زوال مخه ونيوله او د روان کال د اقتصاد د پرمختګ لپاره يې لا ښې زمينې برابرې کړې.

د دې ترڅنګ صدراعظم ون جيا باو دا هم ومنله چې د چين په پرمختيايي لاره کې نابرابری، نه همغږي او نه دواملرونکی مسئلې لا هم موجودې دي. د نوی حکومت د کارونو په هکله يې داسې وړانديزونه وکړل چې بايد د اقتصاد د پرمختيايي لارو چارو د اصلاح کولو، د ښار او کليوالو سيمو د پرمختګ د يولاس کېدو، د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره زيارونه وباسي. د اقتصاد د سختو بهرنيو او کورنيو اوضاعو په وړاندې، د سږ کال لپاره د چين د اقتصاد پرمختيايي موخه د اووه اعشاريه پنځه سلنې په شاوخوا وټاکل شوه. حکومت به په پر له پسی توګه مثبتې مالي تګلارې او ثابته پولي تګلاره تطبيق کړي، څو چې د اقتصاد دواملرونکی او سالم پرمختګ وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای