د سين هوا اژانس د خبر له مخې د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه د روانې مياشتې په ٥ نېټه په بېجينګ کې په درنو مراسمو سره پرانيستل شوه. بهرنۍ خبري رسنۍ په دې نظر دي چې سږ کال د چين د دوو مهمو غونډو په رڼا کې به اصلاحات نور هم ژور شي او د اقتصاد پرله پسې پرمختګ به وهڅول شي چې نه يوازې د چين پر انکشاف او سمسورتيا بلکې پر نړۍ باندې به مثبتې ژورې اغېزې وکړي.
د ويتنام تلويزيون خبر ورکړ، چې سږ کال دغه دوې مهمې غونډې د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس نه وروسته جوړې شوې چې په کې به د چين د حکومت نوی مشرتابه او د پرمختګ لوری وټاکل شي.
د سينګاپور سهارنۍ خبري ورځپاڼې وايي، اوس چين د اقتصادي او ټولنيز بدلون په حال کې دی او بهرنۍ نړۍ د چين نويحکومت او اصلاحاتو ته لوړې پاملرنې کوي چې د چين پر راتلونکو لسو کلونو باندې به اغېزه ولري.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |