د مارچ په ٥ نېټه د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه. د چين صدراعظم ون جيا باو د حکومتي کاري راپور د وړاندې کولو په وخت کې وويل، له ٥ کلونو راهيسې د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ اړيکو ستر بدلونونه تر لاسه کړي چې د دواړو غاړو ترمنځ اړيکو د سوله ييز پرمختګ لپاره هڅه کړې.
ون جيا باو وويل، بايد د تايوان په اړه د مرکزي حکومت پر تګلارې ټينګار وشي، په هر اړخيزه او سوله ييزه توګه د دواړو غاړو ترمنځ اړيکو د پرمختګ افکار پلي کړي او د دواړو غاړو ترمنځ اړيکو د سوله ييز پرمختګ سياسي، اقتصادي، کولتوري او ټولنيز بنسټ ټينګ کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |