د سين هوا اژانس دخبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ٥ نېټه پر دې ټينګار وکړ چې بايد په ثابته توګه اصلاحات او ورخلاصون بهير ژور او تر وسې پورې دې نوښت وهڅول شي.
هغه وويل، چې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د مرکزي حکومت جوړې کړې تګلارې په پوره توګه پلې شي او بايد بې وزلو وګړو ته دې لازياتې پاملرنې وشي تر څو چې عام وګړي د ګوند او حکومت پام احساس کړي.
بېلابېلو درجو مامورين بايد په خپلو کارونو کې د خلکو لپاره ګټور او واقعي کارونه ترسره کړي ترڅو چې د خلکو د ژوند او د ټولنې هوساينې متوازن ضمانت رامنځته شي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |