د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مشر جانګ پينګ د مارچ په ٥مه نېټه د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړې غونډې لخوا په جوړه شوې خبري ناسته کې وويل، تېر کال د چين د اقتصادي پرمختګ انډول اوه اعشاريه اته سلنه و ، چې دغه انډول بايد وستايل شي.
د ښاغلي جانګ پينګ په اند تېر کال اقتصادي پرمختګ سالم او د شيانو بيې ثابتې وې او اقتصادي جوړښت او د خلکو ژوند ښه شوی دی. هغه وويل چې تېر کال په چين کې د مصارفو زياتوالي د پانګونې پر ځای د اقتصادي پرمختګ په هڅولو کې مهم رول لوبولی دی. د مصارفو زياتوالی به په سږ کال او راتلونکې يوه موده کې په پر له پسې ډول اغيزمن شي. د کورنيو اړتياوو پراخوالی د چين د اقتصادي پرمختګ اساسي ستراتيژي او دايمي تګلاره ده.
جانګ پينګ دې ته اشاره وکړه چې پانګونه د اقتصادي پرمختګ په هڅولو کې کليدي رول لوبوي. چين لا هم يو پرمختيايي هېواد اود صنعتي، ښاري، معلوماتي او د کرهڼې د عصري کيدو په بهير کې دی، د چين د پانګونې اړتياوې زياتې دي. (ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |