د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې غړي او د چين د خلکو بانک مرستيال يي ګانګ د مارچ په شپږمه نېټه وويل، د ژون مين بي يوانو تبادلوي ارزښت برابرې اندازې ته نژدې دی، سږ کال به د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت ثبات په پر له پسې ډول وساتل شي.
د ٢٠٠٥ کال د يوانو د تبادلوي ارزښت اصلاح له پلي کېدو وروسته د امريکايي ډالرو په مقابل کې د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت لوړوالی له دېرش سلنې څخه اوښتی دی. خو تېر کال دغه تمايل ختم شوی دی. د يي ګانګ په اند اوسمهال د ژون مين بي يوانو تبادلوي ارزښت برابرې اندازې ته ډېر نژدې دی. (ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |