CRI Online

د چين دفاعی لګښت د مناسب زياتوالی په حال کې دی او شاو خوا هېوادونو ته به فشارونه ونه رسوي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-06 16:35:23

د چين حکومت پلان لری چې په دوه زره ديارلسم کال کې په دفاعی چارو کې نژدی اووه سوه او شل مليارډ او دوه سوه مليونه يوانه ولګوي چي سږني دفاعی بوديجه يي د تير کال په پرتله لس اعشاريه اووه سلنی زيات شوی او د چين په جی دی پي يعني د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې د دفاعی لګښت انډول تل له يو اعشاريه شپږ سلنی څخه کم دی. په دې هکله د چين د ملی ولسی کانګرس په کلنی غونډه کې برخوال پوځی استازي وويل په تيرو زياتو مسلسلو کلونو کې دفاعی لګښت مو د مرستندويه زياتوالی وروسته د هېواد د پرمختګ سره سم د مناسب زياتوالی په حال کې دی . د چين د دفاعی لګښت زياتوالی مساعد او معقول دی او شاو خوا هېوادونو ته به فشارونه ونه رسوي.

د چين د دفاعی چارو په هکله د سپين کتاب د طرحوونکی کاری ګروپ مشر، د ملی ولسی کانګرس استازي او د پوځی علومو د اکاډمی څيړونکي چن جو دا نظر لري چې د دفاعی لګښت زياتوالی بايد د دفاعی چارو د اړتياوو او د اقتصادی پرمختيا له سويې سره سمون ولري. خو د چين دفاعی لګښت په يوه اوږده موده کې د هېواد له اقتصادی پرمختيا سره مناسب نه و او حتی يې کم شوی و. چن جو وويل

په دې وروستيو کلونو کې د چين دفاعی لګښت زياتوالی په واقعی توګه د دفاعی چارو اړتياوې پوره کړې او د هېواد د اقتصادی پرمختيا له سويې سره برابر دی. نو د دفاعی لګښت زياتوالی عادی او معقوله پديده ده. نو ويلی شو چې د دفاعی لګښت زياتوالي له پخواني مرستندويه زياتوالي څخه د همغږي زياتوالي نوي تاريخی پړاو ته داخل شو

خو بهرني هېوادونه د چين لخوا جوړ شويو وسلو او مهماتو ته زيات متوجه دي، مثلا الوتکې وړونکې بيړۍ ، د دوه صفر بريدکوونکي الوتکې او داسی نور په حقيقت کې د سرتيريو او افسرانو او په تمرينونو کې اچول شوي لګښتونه زيات شويدي چې د وسلو نوي کولو او د پرمختلليو وسلو د جوړولو لپاره د زياتو پيسو لګول د نورو هېوادونو لپاره هم يو عادي تدبير دی . د وروستيو کلونو راهيسې په نړيوالو چارو کې د چين د مقام د لوړوالي سره سم د چيني ځواکونو په غاړه اچول شوي نړيوالې دندې هم زياتېږي. چين د م م د امنيت شورا له نورو څلورو دايمي غړيو هېوادونو څخه زيات سوله ساتونکي ليږلي ، د عدن په خليج کې د تجارتي بيړيو د ساتلو په غرض د چيني پوځي بيړيو تګ راتګ عادی شوی دی چې دغه ټول د خپل پوځي لګښت د زياتوالي له کبله د نويوالې سولې لپاره د چين خدمات دي .

ښاغلي چن وويل

د يو مسئولانه هېواد په توګه چين بايد د خپل هېواد د پرمختګ او غښتليتوب سره سم لا زياتې نړيوالې دندې په غاړه واخلي ، خو پخوا يې په برخه کې کمې دندې ترسره کړې وې . موږ اوس په تاکيد سره وايو چې اردو بايد خپل مسئوليت عملي کړي او د نړيوالې سولې او پرمختيا سره پوځي مرسته وکړي .

که څه هم د چين پوځي لګښت د پرله پسې دريو کلونو راهيسې له لس سلنې څخه زيات شوی ، خو دغه اندازه د ټول هېواد د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت په تناسب کې له يو اعشاريه شپږ څخه کم ښکاري ، د يادولو ده چې د امريکا پوځي لګښت ددغه هېواد له جي دي پي څخه له څلور سلنې څخه او برتانيا او فرانسه هم له درې سلنې څخه زيات دی. ښاغلي چين وويل

زما په اند د چين د پوځي لګښت ډيرښت به شاوخواوو هېوادونو ته فشارونه نه رسوي زموږ د هېواد تګلاره نړيوالو ته اعلان شوې ده چې موږ د سولې پر لاره ټينګار کوو . که وروسته موږ غښتلی شو ، دفاعي تګلاره مو لا هم د ځان دفاع کولو هدف لری او زموږ ستراتيژي د فعالې دفاع ستراتيژي ده چې له دې امله چين به هيڅکله د پوځي توسعې په خوا پرمختګ و نه کړي

.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای