د چين د بهرنيو چارو وزارت معين څوي تيان کای چې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې غړي هم دی، د روانې مياشتې په ٦ نېټه خبريالانو ته وويل، چې د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه چين غوښتنه کوي چې بېلابېلې خواوې بايد د حالاتو د خړپړتيا د مخنيوي لپاره د دغې سيمې د سولې په ګټه کارونه وکړي او پر شمالي کوريا باندی بنديز لګول په اصلي توګه دغه مسئله نه شي حولولی. هغه وويل:
موږ همېشه غوښتنه کوو چې د کوريا ټاپووزمې سوله وساتل شي خو دغه کار نه يوازې له چين سره تړاو لري. پر شمالي کوريا باندې د م م د امنيت شورا له خوا لګول شوی هر بنديز، چين به يې پلی کړي خو موږ په دې نظر يو چې د دغې مسئلې حل و فصل د بېلابېلو خواوو ديالوګ ته اړتيا لري. موږ مخالفت کوو چې ځيني هېوادونه د دې لپاره پوځي اتحادونه جوړوي او پياوړې کوي چې د ځايي سيمې حالاتو د خړپړتيا سبب ګرځي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |