د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ او د چين د صدراعظم مرستيال لي که چيانګ د مارچ په ٦ نېټه په جلا جلا توګه د لياو نينګ او هو نان ولايتونو د پلاويو په څېړنيزو غونډو کې ګډون وکړ. شي جين پينګ وويل، بايد په پوره توګه د شمال ختيځو سيمو د زړو صنعتي اډو ستراتيژۍ پلې او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره په ګډه کوښښ وکړو.
لي که چيانګ وويل، د هېواد منځنۍ سيمې د چين د سيمه ييز پرمختګ په چوکاټ کې مهم ستراتيژيک مقام نيسي. بايد په پوره توګه د خلکو د ژوند په اړه مسئلې حل او د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونه پياوړې کړو.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |