د چين د ګوند او حکومت مشرانو شي جين پينګ ، ون جياباو ، لي که چيانګ، يو جنګ شنګ، ليو يون شان، وانګ چي شان او جانګ ګاو لي د روانې مياشتې په ٦ نېټه په جلا جلا توګه د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي د دوولسمې دورې ملي کميټې په ځينو بحثونو کې ګډون وکړ.
شي جين پينګ وويل، بايد په پوره توګه د شمال ختيځو سيمو د زړو صنعتي اډو ستراتيژۍ پلې او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره په ګډه کوښښ وکړو.
د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ٦ نېټه د سېچوان پلاوي په عمومي غونډه کې ګډون وکړ او د حکومتي کاري راپور د څېړنې په اړه يې د استازيو وړانديزونه واورېدل.استازيو په جلا جلا توګه خپلې ويناوې وکړې. ون جيا باو وويل، هغه په تېرو ١٠ کلونو کې د هېواد صدراعظم په توګه دنده سرته رسولې او د ماموريت موده به يې ژر پای ته ورسېږي. هغه هيله څرګنده کړه چې د چين راتلونکې او د خلکو ژوند به ورځ په ورځ ښه شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |