د ملي ولسي کانګرس استازي او د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې رئيس وانګ جنګ وې د فبرورۍ په شپږمه نېټه په بېجينګ کې وويل، دغه سيمه به په پر له پسې ډول له عربي هېوادونو سره تجارتي همکاري او تګ راتګ پياوړی کړي.
په ياد کانګرس کې د يادې سيمې پلاوي د شپږمې نېټې د غرمې نه وروسته عمومي غونډه جوړه کړه. وانګ جنګ وې د خبري رسنيو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، سږ کال به دغه سيمه د چين او عربي هېوادونو تر منځ ګډ نندارتون په ښه توګه ترسره کړي او د دې له لارې نورو هېوادونو ته د ور خلاصون بنسټ کېږدي. هغه وويل، دغه سيمه پلان لري چې د وو جونګ په ښار کې د هېواد په کچه صنعتي سيمه او عربي هېوادونو ته د سيل مرکزونه هم جوړ کړي.
د چين او عربي هېوادونو تر منځ نندارتون د دولتي شورا لخوا تائيد شوی د هېواد او نړۍ په کچه تجارتي نندارتون دی. د لومړۍ دورې نندارتون به د سږ کال د دسمبر په مياشت د نينګ شيا په سيمه کې پرانيستل شي.
(شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |