د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې غړي او مشهور اقتصاد پوه لي يي نينګ د مارچ په ٧مه نېټه وويل، په ٢٠١٣ کال کې به د چين اقتصاد د سالم او ثابت پرمختګ حالت وساتل شي، د اقتصادي پرمختګ انډول له ٧ سلنې څخه تر ٨ سلنې پورې دی.
په همدې ورځ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د لومړۍ غونډې خبري ناسته جوړه شوه. لي يي نينګ پکې وويل، په راتلونکي کې به د اقتصادي پرمختګ انډول د پخوا په شان دومره لوړ نه وي، خو له اوه اعشاريه پنځه سلنې څخه تر اته سلنې پورې به وساتل شي.د شيانو بيو د لوړېدو فشار لا هم موجود دی، د پيسو پړسوب اندازه به په دری اعشاريه پنځه سلنه کې کنټرول شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |