د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د های نان ولايت والي جيانګ دوينګ جه د مارچ په ٦مه نېټه وويل، چې په های نان ولايت کې به د طب او سيلانۍ يوه نړيواله سيمه جوړه شي او په دې سيمه کې به ګام په ګام د بهرنيو پانګو له خوا د طبي څانګو پر جوړونې محدوديت لغوه شي.
نوموړي په همدې ورځ د ملي ولسي کانګرس په اړه د های نان پلاوي په خبري ناسته کې وويل، چې د نوموړې سيمې جوړونه د تېرې مياشتې په ٢٨مه نېټه د دولتي شورا له خوا منظوره شوې ده. دې سيمې ته به ٩ امتيازي تګلارې ورکړل شي، د بېلګې په توګه په دغه سيمه کې د طبي څانګو په جوړولو کې د بهرنيو هېوادونو پانګونو ته به اجازه ورکول. (ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |