د فبرورۍ د شپږمې نېټې د غرمې نه وروسته، د ښځو نړيوالې ورځې د نمانځنې لپاره د هېواد د ښځو ټولنې لخوا جوړه شوه غونډه په ولسي تالار کې ترسره شوه.
د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د مشر مرستيال او د ښځو ټولنې رئيس جن جي لي په مېلمستيا کې د هېواد ښځو ته د دې ورځې مبارکي وويله. هغې وويل، دوه زره او دوولسم کال د چين د ښځو چارو په برخه کې ډېر ارزښتناک کال و. د نارينه او ښځينه وو حقوقو تر منځ برابري او د ښځو او ماشومانو قانوني ګټې او حق ساتل د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې ملي کانګرس په راپور کې کښل شوي. د چين د ښځو د پرمختګ پروګرام په پوره توګه غوره، د ښځينه کارکونکيو د ساتنې ځانګړي مقرارت پلي، د کورني تاوتريخوالي پر ضد مقرراتو د ترتيبونې ارزونه هم بشپړه شوه. د چين ښځې غواړي چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له ښځو سره يو ځای د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره لا زيات خدمتونه وکړي.
د چين د بېلا بېلو برخو ټولنې د ښځو استازيو، په چين کې د نورو هېوادونو ښځينه سفيرانو او ديپلوماتانو، د ديپلوماتانو ميرمنو، په چين کې د م م د اړوندو ادارو استازيو، په چين کې د نورو هېوادونو ښځينه کارکوونکيو او د نارينه کارکوونکيو ميرمنو په مېلمستيا کې ګډون کړی و.
(شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |