د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې غړي او د بېجينګ پوهنتون اقتصادي علومو پروفيسر لين يي فو د مارچ په ٧مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين بايد فعالې مالي او سالمې پولي تګلارې غوره کړي.
نوموړی د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دوولسمې دورې ملي کميټې د لومړۍ غونډې په خبري ناسته کې وويل، که څه نړيوال اقتصادي حالت عام دی، خو د چين د اقتصادي پرمختګ شرايط ښه دی، په سږ کال او راتلونکو څو کلونو کې به په چين کې د صنعتي چارو د لوړوالي، د ښاري کيدو بهير د دوام او د چاپيريال ککړتيا د پاکوالي لپاره د پانګونې ښه فرصتونه به رامنځته شي. (ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |