CRI Online

سږ کال به بېجينګ د هوا ککړتيا د کمولو په برخه کې له يو مليارډ شپږ سوه مليونه امريکايي ډالرو څخه زيات پيسې ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-07 15:44:58

د ٢٠١٢ کال د ژمي راهيسې، د هوا ککړتيا د زياترو چينايانو ډېرې د پاملرنې وړ مسئله ګرځېدلې ده. د دوو مجلسونو په موده کې دغه مسئله هم د ملي ولسي کانګرس د استازيو او د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د غړيو د بحث عمده موضوع ده.

د دوولسم ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په ترڅ کې د بېجينګ پلاوي نهو تنو استازيو د هوا ککړتيا د کمولو په هکله له خبريالانو سره مرکې وکړې او په ترڅ کې يې د بېجينګ د ماليې ادارې مشر يانګ شياو چاو وويل تېر کال بېجينګ په دې برخه کې يو مليارډ شپږ سوه مليونه امريکايي ډالره لګولي، سږ کال به دغه شمېره لا زياته شي. ده وويل

د يوې شمېرنې له مخې، تېر کال مو د چاپېريال ساتنې لپاره د شنوخونو ګازونو د ايستلو اندازې د کمولو، د سکرو سوځولو په وسيله د انرژۍ تر لاسه کولو لارو چارو د بدلولو، د ونو ايښودلو او ځنګلونو د احداثولو او د هوا کيفيت د څارنې شبکې د جوړولو په برخو کې يو مليارډ شپږ سوه مليونه امريکايي ډالره لګولي. د بېجينګ د ماليې ادارې د بوديجې له مخې، سږ کال به اړوند لګښت په دې برخه کې نور نهه سلنه زيات شي.

ښاغلي يانګ شياو چاو د هوا ککړتيا د کمولو د مشخصو تدبيرونو په اړه وويل (اواز)د بېجينګ ښاروالی د پرېکړې له مخې، لومړی موږ به په بېجينګ کې تر وسې پورې د هوا ککړتيا مخنيوی وکړو، مشخص تدبيرونه دا دي: موږ به د نوې انرژۍ په وسيله د نوي ماډل موټرو استعمالول د پرمختګ هڅونه او د موټرو څخه د وتونکيو ګازونو په برخه کې د اروپا پنځمه درجه معيار غوره وکړو، پر دې سربيره، موږ به د سکرو پر ځای د طبيعي ګازو څخه د استفادې په برخه کې ډېر کوښښونه وکړو. د هوا ککړتيا مخنيوی يوه اوږده او پيچلي پروژه ده چې د بېجينګ ځاني کوښښونو او د نورو ولايتونو او ښارونو همکاريو ته اړتيا لري.

د مرکې په ترڅ کې، خبريالانو د بېجينګ د ښاري ګوندي کمېټې غړي او د بېجينګ د موټرو شرکت له مشر شو هه يي نه ډېرې پوښتنې وکړې، څرنګه چې هغه مخکې د هوا ککړتيا د مخنيوي په اړه د بېجينګ د ترانسپورټ په اړه غونډه کې ګډون کړی و. ده خبريالانو ته وويل بېجينګ به د عامه ترانسپورټ د اصلاحاتو پرمختګ وهڅوي چې د نوې ډول انرژۍ په وسيله به کارول کېږی. ده وويل

د نوي ډول انرژۍ استعمالوونکيو موټرونو په تېر بيا د برقي موټرو پرمختګ د هڅونې په برخه کې حکومت د مشرتابه رول لوبوي. زما په اند، بېجينګ به په نژدې وخت کې په رسمي توګه اړوند مقررات خپاره کړي. نوي ډول انرژۍ استعمالېدونکي موټر په تېره بيا برقي موټر به مالي مرستې تر لاسه کړي.

په انټرنيټ کې د هغه وينا په اړه چې وايي د بېجينګ هوا به تر ٢٠٣٠ کال پورې له معيار سره سمون وخوري، د ملي ولسي کانګرس غړي او د بېجينګ دارالمعلمين د ژوند او ساينس څانګې د ايکولوژيکي ساينس د څېړنې ادارې مشر جانګ دا يونګ وويل د هوا ککړتيا مخنيوی يو اوږد بهير دی او د ټولنې بېلا بېلو برخو ګډون ته اړتيا لري . ده وويل

ډېر کسان د چاپېريال ساتنې مسئلې ته پاملرنه کوي، خو د دې مسئلې د حلولو لپاره اوږد وخت ته اړتيا شته. چاپېريال عامه توليدات دي خو د حکومت او شخصي کسانو په لاس کې نه دي، د دې عامه سرچينې د ادارې په غرض بايد بېلا بېلې ټولنيزې برخې سره يو ځای همکاري وکړي. خو دا يوه اسانه موضوع نه ده، څرنګه چې بېلا بېلې ډلې په جلا توګه چاپېريال استعمالوي يا ويجاړوي. د خوشحالۍ وړ دا ده چې نن ورځ د چاپېريال ساتنې په اړه د وګړيو پاملرنې د زياتېدو په حال کې دي، نو هرومرو به د دې مسئلې د حلولو لپاره وهڅول شي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای