CRI Online

د سياسي مشورتي کنفرانس غړو په مثبت ډول د تبت د اقتصاد او ټولنې د هر اړخيز پرمختګ لپاره خپل وړانديزونه وړاندې کړل

cri     (GMT+08:00) 2013-03-07 16:05:46

د دوولسم سياسي مشورتي کنفرانس د لومړۍ غونډې د لږکيو قومونو مباحثه د اوومې نېټې په سهار په بېجينګ کې ترسره شوه. د کنفرانس لږکي قومونو غړيو د قبايلي سيمو د پرمختګ په اړه د نظريو تبادلې وکړې او په مثبت ډول يې وړانديزونه وړاندې کړل.

د تبت خپلواکې سيمې د لاسا د ښاروال مرسيتال نان جيا وويل، د لاسا ښار پرمختګ د تعليمي اصلاح د ګام چټکولو ته ډېره اړتيا لري. په پروسږ کال کې د لاسا د تعليمي اصلاح په برخه کې برياليتوبونه لاس ته راوړي دي. هغه دې ته سترګې په لاره دی چې هېواد د تعليمي چارو په برخه کې لا زياتې پيسې برابرې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای