CRI Online

وو بانګ ګوه: بايد له قوانينو سره سم هېواد اداره شي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-08 17:05:43
وو بانګ ګوه: بايد له قوانينو سره سم هېواد اداره شي

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې رئيس وو بانګ ګوه د روانې مياشتې په ٨ نېټه په يوه کلنۍ نوبتي غونډه کې وويل، چې په راتلونکي يو کال کې به بايد په پوره توګه د قوانينو سره سم هېواد اداره شي او د هېواد او ټولنې د ادارې په ترڅ کې بايد قانوني ادارې ته لازياتې پاملرنې وشي. د دې ترڅنګ د واکونو محدوديت او څارنه پياوړې شي او حکومت بايد د خپل واک چوکاټ سره سم خپل واکونه پلي کړي.

وو بانګ ګوه دې ته اشاره وکړه چې په تيرو پنځو کلونو کې د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د اقتصاد، د خلکو ژوند د ښه والي او د عدليې په اړه د کارونو څارنه پياوړې کړې چې د خلکو د پام وړ مسئلې پرمخ وړل شوي او د ټولنې مساوات هم ساتل شوی دی.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای