د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د مارچ ٨ نېټې په سهار د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې درېيمه غونډه د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه. ١٦ استازيو د سياسي، ټولنيزې او کولتوري ابادۍ په اړه ويناوې وکړې. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کمېسيون غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د لومړۍ غونډې د رئيسه پلاوي غونډې مشر يو جنګ شنګ په ياده غونډه کې ګډون درلود. نوموړې غونډه د لوه فو هه په مشرۍ جوړه شوې وه.
د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کمېسيون غړي او د دولتي غړې ليو يان دونګ په ګډون يو شمېر مشرانو د استازيو ويناوې واورېدلې.
د غونډې غړي تانګ يي جيون وويل، بايد په پوره توګه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مهم رول ولوبول شي، د سلامشورې نظريې پياوړې کړي او په فعاله توګه ٤ فقره ييز مشخص وړانديزونه پلي کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |