CRI Online

د شي جين پينګ په ګډون دولتي مشرانو په جلا جلا توګه د پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2013-03-08 19:38:17

د چين د کمونېست ګوند او دولتي مشرانو شي جين پينګ، جانګ ده جيانګ، ليو يون شان او جانګ ګاو لي د مارچ په ٨ نېټه په جلا جلا توګه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې لومړۍ غونډې د يو شمېر پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د جيانګ سو ولايت پلاوي په بحثونو کې ګډون وکړ.

هغه وويل، بايد په پوره توګه د صنعتي چارو جوړښتونه تعديل، د عصري چارو د پرمختګ نوی سيسټم جوړ او د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ کارونه پياوړي او د ښکلي چين د ابادۍ لپاره کوښښونه لا ځواکمن شي.

د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کمېسيون غړيو جانګ ده جيانګ، ليو يون شان او جانګ ګاو لي په جلا جلا توګه د ګوانګ دونګ، چينګ های او شان شي پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای