CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير د چين د بهرنيو تګلارو او اړيکيو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

cri     (GMT+08:00) 2013-03-09 16:44:17

د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړنۍ غونډه د مارچ په نهمه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه او د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جي چه د چين د بهرنيو تګلارو او اړيکيو په اړه د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

په تېرو پنځو کلونو کې د چين د بهرنيو چارو د يادونې په وخت کې يې داسی وويل، چې په تېرو پنځو کلونو کې نړيوالو اوضاعو له سړې جګړې نه وروسته له ډېرو ژورو بدلونونو سره مخامخ شو. چين په ټينګار سره د هېواد د حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتلو، له نورو هېوادونو سره د همکاري د پياوړتيا، په ګردې کرې کې د ادارې نظام د اصلاحاتو د تطبيقولو لپاره کوښښ کړی دی او کوي يې، څو چې د چين د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره ارامه او ثابته نړيواله زمينه برابره کړي او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره خپل خدمت وکړي.

نوموړي وويل، چې د روسيې، تانزانيا، جنوبي افريقا او کانګو د ولسمشرانو په بلنه د چين د دولت نوی رئيس به له دغو څلورو هېوادونو څخه رسمي ليدنه وکړي او د جنوبي افريقا په دبان کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په پنځمه غونډه کې برخه واخلي.

د سوريې مسئلې د يادونې په وخت کې يې وويل، چين د سوريايانو د نيت او انتخاب درناوی کوي او هر خوا ته حمايت نه کوي. که څه هم د لويديځي اسيا او شمالي افريقا په يو شمېر هېوادونو کې سياسي حالات لوی بدل شول، خو د چينايانو او د دغو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړيکې لا هم ټينګېږي او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ اړيکې د بدلېدو ترڅنګ نژدی شوی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای