CRI Online

د چين د دولتي شورا نوی پړاو اصلاحات به پيل شي او د وزارت په کچه ارګانونه به ٢٥ته کم شي.

cri     (GMT+08:00) 2013-03-10 16:24:08

د چين د دولتي شورا د ارګانونو د اصلاحاتو او د ماموريت د بدلونونو د تګلارې سره سم چې د مارچ په لسمه نېټه خپره شوه، د چين د دولتي شورا نوی پړاو اصلاحات به پيل شي او د وزارت په کچه ارګانونه به ٢٥ ته کم شي.

د معلوماتو له مخې، د دغه پړاو اصلاحاتو عمده ټکي د لويو ارګانونو د اصلاحاتو له پياوړتيا، د اوسپنيزو لارو په برخه کې د حکومتي ارګانونو او تصديو له بېلتون، د روغتيا او د کورني پلان، د خوراکونو او درملونو، د مطبوعاتي او نشراتي چارو، راډيوګانو، فلمونو او ټلويزيونونو، د سمندر او د انرژۍ د ادارې ارګانونو له تنظيمولو څخه عبارت دي.

د اړوند پلان سره سم به د اوسپنيزو لارو په چارو کې دولتي ارګانونه او تصدۍ به بېل شي او په جلا توګه د اوسپنيزو لارو دولتي اداره او د چين د اوسپنيزو لارو عمومي شرکت جوړ شي او د اوسپنيزو لارو وزارت به منحل شي. د دې ترڅنګ، د روغتيا او کورنۍ پلان دولتي کميسيون، د خوراکونو او درملونو د څارنې عمومي اداره، د سمندر اداره او د انرژۍ اداره به هم تازه جوړ شي.

په دې پړاو اصلاحاتو کې د دولتي شورا تر کنترول لاندې د وزارت په کچه څلور ارګانونه به منحل شي او د دولتي شورا پر دفتر پرته د وزارت په کچه د ارګانونو شمېر به ٢٥ ته بدل شي. دغه تګلاره د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په لومړنې غونډه کې له تصويبېدو وروسته، د چين دولتي شورا به اصلاحات پيل کړي او اړوند مهالوېش وټاکي. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلی کېدو راهيسې، د دولتي شورا په اړه شپږ ځله اصلاحات تر سره شوی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای