CRI Online

د چين د دولتي شورا به په شپږو برخو کې خپل ماموريت تنظيم کړي.

cri     (GMT+08:00) 2013-03-10 16:34:12

د چين د دولتي شورا د مارچ په لسمه نېټه د دولتي شورا د ارګانونو د اصلاحاتو او د ماموريتونو د تنظيمولو تګلاره د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړنۍ غونډې ته وړاندې کړې او له مخې به يې د حکومت د ماموريت تنظيمول د ادارې نظام د اصلاحاتو مندکه وي او د دولتي شورا د ارګانونو اصلاحات خامخا د حکومت او بازار، د حکومت او ټولنې او د مرکز او ځای ترمنځ د اړيکيو د همغږۍ پر بنسټ تر سره شي.

په دغه تګلاره کې د دولتي شورا د ارګانونو د ماموريت په اړه شپږو برخو کې وړانديزونه وکړل. د بېلګې په توګه، د سرچينو د ويشلو په برخو د بازار بنسټيز رول دې پياوړی شي، د ټولنې د ادارې په بهېر کې ټولنيز قوت دې لا غښتلی شي، د بېلا بېلو چارو د ټولنې او د دولتي ارګانونو د بېلتون له لارې دې د عصري ټولنيز ادارې نظام ژر جوړ شي، د مرکز او ځای د شوق او جذبات د پياوړتيا تر څنګ د ځايي حکومتونو د ادارې رول دې ژور شي، د حکومت د ماموريت ويشل دې لا مؤثر شي، د حکومت عمومي اداره دې پياوړی او تنظيم شي او د نظام ابادول او د قانون سره سم اداره دې پياوړی شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای