CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس لومړنی غونډې د عالي محکمې او عالی څارنوالي کاري راپورونه او د دولتي شورا د ارګانونو د اصلاحاتو او د ماموريت د تنظيمولو تګلاره واوريده.

cri     (GMT+08:00) 2013-03-10 16:47:32

د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړنی غونډې د مارچ په لسمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې درېيمه عمومي غونډه جوړه کړه او برخوالو يې د عالي محکمې او عالی څارنوالي کاري راپورونه او د دولتي شورا د ارګانونو د اصلاحاتو او د ماموريت د تنظيمولو تګلاره واوريده او د رايګرۍ له لارې يې د دغې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړنې غونډې د ټاکنو او لوړې لارې چارې تصويب کړې.

د چين د عالي محکمې مشر وانګ شنګ جيون په راپور کې وويل، په تېرو پنځو کلونو کې دغه محکمې له پنځوس زرو نه زياتې قضيې سپيناوی کړې او له دې جملې څخه له نهه څلويښتو زرو نه زيات قضيې يې حل کړې دي چې په وخت د قضيو د حلولو انډول دوه اتيا اعشاريه څلور سلنې ته رسېدلی دی. د چين د عالي څارنوالي لوی څارنوال څاو جيان مينګ په اوو برخو کې اړوند کارونه راغونډ کړل او په عمده توګه يې د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې برياليتوبونه وښودل.

بر سېره پردې، د چين د دولتي شورا د ارګانونو د اصلاحاتو او د ماموريت د بدلونونو د تګلارې سره سم چې د مارچ په لسمه نېټه خپره شوه، د چين د دولتي شورا نوی پړاو اصلاحات به پيل شي او د وزارت په کچه ارګانونه به له ٢٧ نه ٢٥ ته کم شي. د دغه پړاو اصلاحاتو عمده ټکي د لويو ارګانونو د اصلاحاتو له پياوړتيا، د اوسپنيزو لارو په برخه کې د حکومتي ارګانونو او تصديو له بېلتون، د روغتيا او د کورني پلان، د خوراکونو او درملونو، د مطبوعاتي او نشراتي چارو، راډيوګانو، فلمونو او ټلويزيونونو، د سمندر او د انرژۍ د ادارې ارګانونو له تنظيمولو څخه عبارت دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای