د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې مطبوعاتي مرکز د مارچ په ١١مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه او د چين د مرکزي ارګانونو د تشکيلاتي کميټې دفتر د منشي مرستيال وانګ فنګ د دولتی شورا د ارګانونو اصلاحاتو او د دندو بدلون لايحې په هکله د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، د حکومتي ارګانونو اصلاحات د خلکو ژوند ښه والي لپاره ستر اهميت لري.
وانګ فنګ وويل، د خدمت په شکل د حکومت جوړولو په بهير کې بايد د خلکو چارې ښې ترسره شي، د خلکو ژوند تأمين او ښه والی پکې راشي. هغه وويل، هر ځل د حکومتی ارګانونو اصلاحات د خلکو لپاره د علاقې وړ مسئلو پر بنسټ د ميکانيزم لامل پيدا کړی او د دندو بدلون له لارې د واقعي مسئلو حلولو لپاره يې کوښښ کړی دی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |