CRI Online

جانګ ده جيانګ، ليو يون شان او وانګ جي شان په جلا جلا توګه د ملي ولسي کانګرس د کلنې غونډې د يو شمېر پلاويو په بحثونو کې ګډون درلود.

cri     (GMT+08:00) 2013-03-11 20:49:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيرو دايمي غړي، د صدراعظم مرستيال جانګ ده جيانګ، د دغې بيرو دايمي غړي او د مرکزي کميټې د سکريتريت منشي ليو يون شان، د دغې بيرو دايمي غړي او صدراعظم وانګ جي شان د مارچ په يوولسمه نېټه په جلا جلا توګه د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړنی غونډې د يو شمېر پلاويو په بحثونو کې ګډون درلود.

ښاغلي وانګ جي شان د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې پلاويو په مبحثوي غونډه کې وويل، که بزګران شتمن نه شي، د چين د شمتمنې ټولنې د ابادلو بهېر به پياوړی نه شي. نو اړوند خواوې بايد د خلکو د غوښتنې سره سم په کليوالو سيمو کې د ښوونې د پياوړتيا، د بزګرانو د ژوند او توليد د ښه والي او د طبي او روغتيايي شرايطو د لوړتيا لپاره هڅه وکړي، څو چې د بزګرانو د عمومي کيفيت د لوړتيا له لارې د کليوالو سيمو بڼه ښه کړي. قومي مسئله د ټولنې د همغږۍ او ثبات سره نژدی اړيکې لري. نو که قومي سيمې عصري نه شي، چين به عصري هم نه شي. نو حکومت بايد له قومي سيمو سره لا زياتې مرستې ورکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای