د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنۍ غونډه د مارچ په دولسمه نېټه سهار په بېجينګ کې پای ته ورسيده.د دغه کنفرانس نوی ټاکل شوی مشر يوو جنګ سنګ د پای په مراسمو کې وويل چې تر وسې پوری د سوسياليستي ديموکراسۍ او د ګوندي او حکومتي کارونو په هکله انتقادونه او وړانديزونه وهڅول شي .
دغه غونډه په راتلونکي پنځه کلن ماموريت کې د نوموړي کنفرانس د دوولسمې ملي کميټې لومړنی غونډه وه .څه باندي دوه زره او دوه سوه نويو غړو د کنفرانس نوی رئيس او مرستيالان انتخاب کړي او د چين د سياست، اقتصاد او ټولنيز ژوند په شمول بېلا بېلو ساحو کې د مهمو تګلارو په باب يې سلا مشوره کړې او خپل وړانديزونه يې کړي دي .د يوې شمېرنې له مخې روانې غونډې ته د چاپيريال ساتنې، د ښاري کېدو او د اداري ميکانيزم د اصلاحاتو په هکله پنځه زره وړانديزونه ليږل شويدي.
غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |