د مارچ د ١٣ نېټې په سهار د چين د ملکي چارو د وزير مرستيال جيانګ لي د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړنۍ غونډې په مطبوعاتي مرکز کې وويل، د وو کان په کلي کې ديموکراتيکه ټاکنه يوازېنۍ نه ده چې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي چارو په سياسي ابادۍ کې د بزګرانو پراخ ګډون څرګندوي.
جيانګ لي وويل، اوس د چين په کليوالو سيمو کې څه د پاسه ٩٨ سلنې بزګران په مستقيمو ټاکنو کې ګډون کوي چې په ټاکنو کې د بزګرانو د ګډون منځنۍ انډول له ٩٥ سلنې څخه اوښتی دی. هغه زياته کړه چې ديموکراتيکې ټاکنې د چين په کليوالو سيمو کې د بنسټيزې ديموکراتيکې ابادۍ مهم محتويات ګرځېدلي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |