د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خلکو بانک مشر جو شياو چوان د مارچ په ديارلسمه نېټه وويل، د روان کال د فبرورۍ مياشتې کې د چين د سي پي ای انډول دری اعشاريه دوه سلنې ته رسېدلی چې له اټکل څخه لږ لوړ و، نو ورڅخه څرګندېږي چې د پيسو پړسوب ګواښ لا هم موجود دی او بايد دې مسئلې ته زياته پاملرنه و شي.
ښاغلي جو دغه څرګندونې په همدې ورځ د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړنۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې وکړې. نوموړي وويل، د چين مرکزي بانک تل دغه انډول ته په ډېره درنه سترګه ګوري او چمتو شوی چې د پولي تګلارې په شمول د يو لړ تدبيرونو په نيولو سره د شيانو بيو ثبات وساتي او د پيسو پړسوب خطر ليرې کړي.
نوموړي زياته کړه چې سږ کال به چين به د نرمې پولي تګلارې پر ځای پر ثابتې پولي تګلارې ټينګار وکړي او موخه يې د شيانو بيو ثابت ساتل دي. (غوټۍ )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |