د چين د ملکي چارو د وزارت مرستيال دو يو پې د مارچ په ديارلسمه نېټه د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړنۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل، که په نورو هېوادونو او سيمو کې زاړه چيني اوسيدونکي غواړي بېرته په چين کې د پاتې ژوندموده تېره کړي، په چين کې زړو کسانو ته خدمتي ارګانونه به يې هرکلی وکړي او د دوی د ژوند د دودونو درناوی به وشي.
په همدې ورځ د ملکي چارو وزير لي لي ګوه، مرستيال جيانګ لي، دو يو پې د خلکو د ژوند د تامينولو او د ټولنيز خدمتي سيسټم د بشپړتيا په اړه د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د ملکي چارو وزير لي لي ګوه وويل، د ټولنيزو ارګانونو د ادارې قانون به تنظيم شي او د ټولنيزو ارګانونو پانګونې، فعاليت او عمل به تر څارنې لاندې وي، څو چې د ټولنيزو ارګانونو فعاليت شفافيت پياوړی کړي.
بر سېره پردې، د ملکي چارو د وزارت مرستيال جيانګ لي وويل، په چين کې د کليوالو سيمو د کميټو تازه دورې انتخابات له ٢٠١١ کال څخه تر روان کال پورې پای ته رسېدلي او څه باندې شپږ سوه مليونه تنو بزګرانو په مستقيمو انتخاباتو کې ګډون درلود او د دې ښکارندويي کوي چې ډيموکراتيک انتخابات د کليوالو سيمو د ډيموکراتيک سياست د ابادولو يوه مهمه برخه جوړوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |