CRI Online

د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړنی غونډې بېلا بېلې پلاوي د نوی دورې حکومت د غړيو نوملړ پر بحث پيل وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2013-03-13 20:55:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړنۍ غونډې بېلا بېلې پلاوي د مارچ د ديارلسمې نېټې له سهار څخه د نوی دورې حکومت د غړيو نوملړ پر بحث پيل وکړ.

د نوی دوری حکومت د غړيو نوملړ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې لخوا د دغې غونډې مشری پلاوي ته وړاندې کړ. دغه غونډه به له څوارلسمې نېټې نه تر شپاړسمې نېټې پورې پر دغه نوملړ بحث وکړي او اړوند رايګړی او انتخاب وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای