CRI Online

د نړۍ د خبري رسنيو په اند د چين نوی مشرتابه

cri     (GMT+08:00) 2013-03-16 16:19:47
د نړۍ د خبري رسنيو په اند د چين نوی مشرتابه

د چين د مطبوعاتي اژانس دخبر له مخې د روانې مياشتې په ١٤ او ١٥ نيټه شي جين پينګ او لي که چيانګ په جلا جلا توګه د چين د دولت رئيس او صدراعظم په توګه وټاکل شول. نړېوالې خبري رسنۍ دې ته ډيرې پاملرنې ورکوي او ويی ويل چې د چين نوی مشرتابه به د اقتصاد چټک پرمختګ د ساتلو او د ښارونو او کليوالو سيمو ترمنځ واټن کمولو په ګډون له ځينو ننګونو سره مخامخ وي.

د روانې مياشتې په ١٥ نېټه د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه ليکنه کې وويل چې شي جين پينګ ډير مهرباني ښکاري او هيله لري چې حکومت به نورهم اغېزمن،سپيڅلی او مهربان وي.

د امريکا د وال ستريټ ورځپاڼې وويل چې لي که چيانګ چې د ون جيا باو پر ځای به د چين اقتصادي او کورنيو چارو اداره وکړي، د خپلو کوششونو په اتکا د پوهتون زده کړې وکړې او له ١٩٤٩ کال راهيسي د چين لومړی صدراعظم دی چې د لويديزو هېوادونو قانوني او سياسي تيوري يی زده کړې کړې دي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای