CRI Online

د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړی غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2013-03-17 15:20:06

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړی غونډه چې په کې د چين نوی مشرتابه ټاکل شوی دی، د روانې مياشتې په ١٧ نېټه پای ته ورسيده. د دولت رئيس شي جين پينګ د پای په مراسمو کې مهمه وينا خپره کړه او د چيني ملت اوميد يی يو ځل بيا بيان کړی دی. هغه وويل چې د چيني ملت اوميد د چينايانو اوميد دی نو بايد د خلکو په اتکا پوره شي او بايد د خلکو په ګټه وي.

د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړی غونډه کې د حکومت کاري راپور، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې کاري راپور، د ٢٠١٢ کال د بودجې د پلی کولو راپور، د ٢٠١٣ کال د بودجې راپور او د سترې محکمې او عادليې کاري راپورونه منظور شوي دي.

رئيس شي جين پينګ وويل چې خپله دنده وياړي او ستره ده. هغه به د اساسي قانون له مخې تر وسې پورې له هېواد او خلکو سره خدمتونه وکړي او د خلکو څارنې به ومني. هغه هم هوجين تاو ته د زړه له کومې درناوی څرګند کړی دی.

د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې رئيس جانګ ده جيانګ هم يوه وينا وکړه.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای