د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې د روانې مياشتې په ١٧ نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ او څلورو تنو مرستيالانو له خبريالانو سره ملاقات وکړ او د خبريالانو پوښتنو ته يی ځوابونه ورکړي دي.
لي که چيانګ وويل چې د چين پر مخ مسئلې او ستونزې ډيرې دي خو عمده مسئلې د اقتصاد دايمي پرمختګ، د خلکو ژوند ښه والی او د ټولنې عادلت پياوړتيا ده. د دغو مسئلو حل وفصل هغه حکومت ته اړتيا لري چې نوښت، سپيڅليتوب او قانوني سيستم لري.
لي که چيانګ د حکومتي ارګانونو د بدلون او تنظيم په اړه وويل چې د حکومت دندې او مسؤليتونه بايد تنظيم شي او د حکومت واکونه او ادارې کمې شي.
لي که چيانګ پر دې هم ټينګار وکړ چې په سوله ييزه لار کې د چين د پرمختګ اداره او د هيواد حاکميت او د خاورو بشپړتيا د ساتلو نيت نه ماتيدونکی دی. دغه دوه اصول جلا نه دي چې د سيمې او نړۍ د سولې او نظام د ساتلو له اصولو سره هم سمون لري.
-زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |