د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چين ګانګ د مارچ په ١٨ نېټه اعلان وکړ چې د روسيې د ولسمشر ولادمير پوټين، د تانزانيا ولسمشر جاکايا کيکويت، د جنوبي افريقا ولسمشر جاکوب زوما او د کانګو د ولسمشر دينيس ساسو په بلنه به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ له ٢٢ نېټې څخه تر ٣٠ نېټې پورې له دغو ٤ هېوادونو څخه ليدنې وکړي او د جنوبي افريقا په دوربن کې د بريکس هيوادونو د مشرانو په پنځمه غونډه کې به ګډون وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |