CRI Online

لي که چيانګ د روسيې له صدراعظم سره ټلېفوني خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2013-03-19 09:46:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ په بلنه د دغه هېواد له صدراعظم ميدويديف سره ټلېفوني خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ميدويديف د لي که چيانګ ټاکنې ته مبارکی وويله او زياته يې کړه چې روسيې ته د شي جين پينګ له ژر رسېدونکی سفر څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکي ملګرو لوړه سويه ښکاريږي.

ښاغلي لي که چيانګ هيله څرګنده کړه چې له ميدويديف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو د لا ټينګېدو لپاره ګډې هلې ځلې وکړي او ده ته يې بلنه ورکړه چې د سږ کال په دوهمه نيمايي کې چين ته سفر وکړي او د چين او روسيې د صدراعظمانو ترمنځ په ١٨مه دايمي کتنه کې ګډون وکړي. (ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای