CRI Online

لي که چيانګ د دولتي شورا د دايمي چارو د غونډې مشری وکړه

cri     (GMT+08:00) 2013-03-19 09:47:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ١٨مه نېټه د نوې دورې دولتي شورا د دايمي چارو د لومړې غونډې مشری وکړه او په غونډه کې يې د ارګانونو د اصلاحاتو د چټکولو څيړنه وکړه.

د دولتي شورا ارګانونو د اصلاحاتو ا و د دندو د بدلون په باب د هغې لايحې سره سم چې د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړې غونډې له خوا تصويب شوې، له بحث وروسته د دولتي شورا د مستقيمو ارګانونو او څانګو ترتيبات په غونډه کې تصويب شوی او د خوړو او درملو د نظارت او څارنې ، د اطلاعاتو ، چاپ ،ټلويزيون ، راډيو او فلم او د اوسپنيزو لارو د ادارو جوړونه او د سمندري چارو او انرژۍ ادارو بيا جوړونه منظور شوې ده .

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای