د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر جانګ ده جيانګ د مارچ په ١٩مه نېټه په بېجينګ کې وويل، له قوانينو سره سم د هېواد اداره د هېواد د سمسورتيا، ټولنيزې همغږۍ او ثبات او د خلکو د نيکمرغه ژوند لازمي لاره ده، اساسي قانون د هېواد د قانوني ادارې لومړی بنسټ دی.
د همدې ورځې په سهار د نوې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې لومړۍ غونډه په بېجينګ کې جوړه شوه او ښاغلي جانګ ده جيانګ د غونډې مشري او يوه مهمه وينا وکړه. هغه وويل، بايد په لا شعوري او جدي ډول د اساسي قانون د اصولو مراعات وکړو او د اساسي قانون دندې پلي کړو، د قوانينو سره سم د هېواد پر اداره کولو ټينګار وکړو او د اساسي قانون او قوانينو صلاحيت وساتو. (ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |