CRI Online

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې ته د چين د نړيوالې راډيو د کورنيو او بهرنيو خبريالانو د کتنې فعاليت

cri     (GMT+08:00) 2013-07-04 19:42:15

د جولای مياشتې په څلورمه نېټه د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې ته د چين د نړيوالې راډيو د کورنيو او بهرنيو خبريالانو د کتنې فعاليت په پلازمېنه بېجينګ کې تر سره شو.

د چين د نړيوالې راډيو کورنيو او بهرنيو خبريالانو د ياد کنفرانس د ملي کميټې له استازو څخه د دې کنفرانس د دندو په اړوند پوښتنې وکړې.

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي په کوم ډول د چين دولت په سياسي چارو کې برخه اخلي؟

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړو وړانديزونه څرنګه د حکومت په چارو کې پلي کيږي؟

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کوم عمده موضوعات په خپله لمنه کې رانغاړي؟

د دغو پوښتنو د ځوابونو د پيدا کولو په موخه د چين د نړيوالې راډيو پنځوسو کورنيو او بهرنيو خبريالانو د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس له ملي کميټې څخه ليدنه وکړه چې د پښتو څانګې خبريالان زرينه او جان روان ځاځی هم پکې شامل وو.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې لويې ودانۍ مخې ته

(جان روان ځاځی)

جان روان ځاځی د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د لرغونو اثارو له موزيم څخه لېدنه کوي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای