CRI Online

د ساده څرمني کښتۍ د چلولو دوديزه لوبه

cri     (GMT+08:00) 2013-07-31 16:06:51

د پروګرام په پيل کې به لومړی د ساده او لومړۍ څرمني کښتۍ په هکله څه نا څه مالومات واورئ . پخوا د چين د دوهم لوي سيند ژيړ سيند په پاسنۍ برخه کې څرمنۍ کښتۍ د مسافرينو د وړلو راوړلو يوازۍ وسيله وه چې له څو څرمني کڅوړو څخه جوړه ده چې پکې هوا ډکوي. دغه ډول لومړي کښتۍ يوازی د اوبو د جريان سره سم ، نه د جريان پر ضد ځي ، خو دغه ډول کښتۍ انرژۍ ته په کار نه ده او د سيند په څپڅپاندو اوبو کې ددې کښتۍ په چلولو سره ډېر خوند اخيستل کيږي .

خبريال وليدل چې پنځه شپېته کلن سپين ږيري ما چن لونګ په کښتۍ ناست دی او په پارو د ژيړ سيند بلې غاړې ته کښتۍ چلوي او په غټ اواز ولسي سندره هم وايي .

دغه ډول ساده څرمني کښتۍ د چين د سالا قوم په ژبه کې ستولوهو نومېږي او اوه سوه کاله تاريخ لری. نن ورځ دغه لرغونۍ ترانسپورتي وسيله د سيند له څپڅپاندو اوبو سره د سالا قوم نارينه وو د مبارزې کولو يوه لوبه ګرځېدلې ده .

خبريال وليدل چې هغه کښتۍ چې لوبغاړي چلوي ، له هغو لسګونو لرګيو څخه کلک جوړوي چې دوه نيم متره اوږدوالی او يو نيم پلنوالی لری او د کښتۍ لاندی څرمني کڅوړې تړل شوي وو . د سپين ږيري ما په خوله څرمني کڅوړه بايد لمر ته ښه وچيږي او د څرمن د چاودېدو پر ضد او ساتلو لپاره پکې زيات غوړي اچول کېږي . د يادولو ده چې هره کڅوړه د پسه د پنځو پوستکو لخوا جوړېږي. د ژيړ سيند له يوې غاړې څخه تر بلې غاړې پورې د څرمني کښتۍ په وسيله د مسافرينو وړل راوړل د سالا قوم د کولتور يوه مهمه برخه ده او اوسمهال د کرنيز کار د کمښت په وخت کې او د سالا قوم د لويو اخترونو په موده کې د څرمنو کښتيو د چلولو سيالي جوړېږي او ګڼ شمير نندارچيان د ژيړ سيند په دواړو غاړو کې راغونډيږي.

کليوال ما ليانګ چې د چينګ هاي ولايت د شيون هوا د سالا قوم خپلواکې ولسوالۍ له ګوشچيون کلي څخه راغی ، وويل چې د کوچنيتوب په وخت کې ما وليدل چې لويانو څرمني کښتۍ په وسيله د ژيړ سيند په څپڅپاندو اوبو کې چلولې . نو د دغه ډول څرمني کښتۍ له چلولو سره م ليوالتيا مې زياته شوه . هغه د خپل کلي په استازيتوب په سياليو کې ګډون وکړ . هغه زياته کړه چې هر کال د می او جون په مياشتو کې نژدې کليوال راغونډېږي چې د څرمني کښتيو دچلولو سيالی وګوري . برخمن لوبغاړی په دې وياړي چې د خپل کلي په استازيتوب په سيالي کې ګډون کوي ځکه چې دا د سالا قوم د تورياليو ځوانانو لوبه ده.

کليوال ما ليانګ وويل چې دغه لوبه د سالا قوم وګړيو د ژوند يوه برخه ده او زما دوولس کلن زوي ددې لوبې مهارت خپل کړ . هغه هيله لری چې ټول هلکان هم ددې لوبې په مهارت پوره تسلط ولری.د خبر له مخې په ژيړ سيند کې د څرمني کښتۍ په وسيله له څپاندو اوبو سره د مبارزې سيالۍ د پرانستلو مراسم د روان جون په مياشت کې ترسره شول او د سالا قوم اوياوو ځوانانو چې قومي جامې يې اغوستې وې ، د څرمنيو کښتيو په چلولو سره ننداره وکړه . که تاسی غواړئ چې د څرمني کښتۍ په سپرلۍ د ژيړ سيند په دواړو غاړو کې د ښکليو منظرو سيل وکړئ ، کېدای شئ چې لومړی د چينګ هاي ولايت د مرکز لان جو ښار ته لاړ شئ او په ښار کې د ورېسمو لارې موزيم تر ليدلو وروسته د عمومي بس په وسيله د ژيړ سيند غاړې ته ورسيږئ او له نورو سيلانيانو سره د څرمني کښتۍ په وسيله د سيند بلې غاړې ته ووزئ


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای