CRI Online

په فولادی کيبل باندی د طناب داسی لوبې د جينيس نړيوال ريکارډ جوړ شو چې د دوو الوزولو پوکڼو تر منځ تړل شوی 

cri     (GMT+08:00) 2013-08-15 20:55:11

 په فولادی کيبل باندی د طناب داسی لوبې د جينيس نړيوال ريکارډ جوړ شو چې د دوو الوزول شويو پوکڼو تر منځ تړل شوی دی

په شينجيانګ کې د دارواز لوبې ميراث اخيستونکي عسکر چې د جينيس څو نړيوال ريکارډونه يې جوړ کړي، لږه موده مخکې د چين د يون نان په ولايت کې په داسی حال کې د جينيس يو بل ريکارډ جوړ کړ چې په لاسونو يې يو اوږد لرګی نيولی ، په اته ديرشو اعشاريه پنځه ديرش ثانيو د اتلسو مترو په اوږدوالي د دوو الوزول شويو پوکڼو له يوې خوا نه بلې خوا ته تللی دی . درنو دوستانو، د داواز سپورت د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې په لوړه هوا کې د فولادي کيبل تر منځ يو ډول طناب بازی ده چې دوه زره کلن تاريخ لري. دارواز نه يوازی يوه لوبه ده بلکی يو فلکلوری هنر هم دی.

د عسکر په وينا دا ځل ننداره د نورو نندارو په پرتله مشکله وه ځکه چې پخوا يې په کلک فولادی کيبل باندی ترسره کېده ، خو اوس فولادي رسۍ يې ډېر باريک او قطر يې يوازی پنځوس ملی متره دی او د دوو الوزول شويو پوکڼو تر منځ تړل شوې فولادي رسۍ په لوړه هوا کې د هوا د جريان له امله کله ښی خوا او کله کيڼ خوا ته ښورېده، نو پر دغه رسۍ باندی د قدم وهلو په ترڅ کې د موازنې ساتل ستونزمن کار دی او د لويدلو خطر لری.

عسکر په دغه فولادی کيبل باندی د لومړۍ ازموينې په وخت کې د لسو مترو له قدم وهلو وروسته ورباندی ناست و. هغه وويل فولادی کيبل ډېر زنګېده، نو په ثابته توګه په پښو ګام نشو اخيستی او هر وخت يې د لويدلو احساس درلود. هغه د موازنې د ساتلو په ترڅ کې ډېر مشکلات درلودل او د لومړی ازموينې په وخت کې د کناستلو له لاری ورو ورو بيرته د پيل ځای ته راستون شو. کله چې د الوزول شويو پوکڼو ښورېدنه کمه او د باد سرعت هم ورو شو ، عسکر په رسمی توګه په دغه ننګونه پيل وکړه او د فولادی کيبل د ښوريدو سره سم يې موازنه وساتله او په پای کې يې ياد ريکارډ جوړ کړ چې په پايله کې د جينيس د نړيوالې ادارې چارواکې اغلې وو شياو هونګ ځاي پر ځاي د جينيس نوي ريکارډ د جوړولو تصديق پاڼه ورکړه.

عسکير د شينجيانګ د دارواز سپورت شپږم نسل ميراث اخيستونکی دی چې په لوړه هوا کې د پاسوال په نامه وياړ لري او د دوو غونډيو تر منځ په فولادی کيبل باندی د يو سلو مترو د ګړندي ګام اخيستلو په سيالی کې يې نړيوال ريکارډ مات کړ. هغه دا ځل په بريالۍ توګه يو نوی ريکارډ جوړ کړ چې د خپل کار او ژوند په لاره کې يې يو بل ټينګ بنسټ کېښوده.

هند د فوټبال د شپاړس کلنو لوبغاړو افغاسنتان ته ماتې ورکړه

د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې: د هندوستان د شپاړسو کلنو لوبغاړو فوټبال لوبډلې د سوېلي اسيا سياليو په نيمه پاىلوبه کې تر يوې سختې مقابلې وروسته افغانستان ته ماتې ورکړه.

د (ګول نيپال) په نامه د يوې نيپالۍ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې ، د لوبې تر مساوي کېدو وروسته دواړو لوبډلو ته پنځه، پنځه پلټنې ورکړل شوې، خو افغان لوبغاړو دوه پلټنې ضايع کړل او دغه راز هندوستان لوبه د دريو په مقابله کې په څلورو ګولونو سره وګټله.

تر دې مخکې په ګروپي سياليو کې افغانستان له پاکستان او نيپال سره لوبه مساوي کړې وه.د فوټبال يوه کارپوه هادي کاظمي پژواک اژانس ته وويل، چې د افغانستان د شپاړسو کلنو لوبغاړو لوبډلې دا لومړی ځل و، چې په دغو سياليو کې يې برخه اخيستې وه او ډېره ښه لوبه يې وکړه.

د هغه په وينا، د هندوستان لوبډله پياوړې وه، خو افغان لوبغاړو ورسره ښه مقابله وکړه او د ګټې ډېر چانسونه يې درلودل، خو ضايع يې کړل.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای