CRI Online

د فلسطين کوچنيانو د اسپانيا د بارچيلونا د فوټبال لوبډلې له غړيو څخه د فوټبال لوبې زده کړه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2013-08-16 20:43:29

د فلسطين کوچنيانو د اسپانيا د بارچيلونا د فوټبال لوبډلې له غړيو څخه د فوټبال لوبې زده کړه وکړه

د اسپانيا د بارچيلونا د فټبال کلب غړيو لږه موده مخکې فلسطين ته سفر وکړ او ځايي کوچنيانو ته يې د فوټبال د لوبې لارې ورزده کړې. د سپورټ نړۍ پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته په دې اړه يو راپور وړاندی کړم!

د څليرويشت زره نندارچيانو په ليدو او نارې وهلو سره څلويښتو فلسطينی کوچنيانو يوه نه هيردونکی شپه تير کړه. د اردن سيند د لويديځه غاړه د دورا په سپورټی ميدان کې د اسپانيا د بارچيلونا د فوټبال کلب غړيو په خپله دغو کوچنيانو ته د فوټبال د لوبولو درس ورکړ. دغه کوچنيان چې عمر يې له اتو کلنو څخه تر دوولس کلن پوری دی، ټول د فلسطين د فوټبال د ښوونځي زده کوونکي دي. د نيم ساعت لپاره د فوټبال د روزنې په درس کې د ياد کلب د فوټبال لوبغاړيو د فوټبال په وړلو سره له خنډونو څخه د تيريدو او د دفاع په شمول تخنيکونه ښودنه وکړه. دغه کوچنيان ډېر خوشحاله و . يوه نجلۍ وويل زه ډېره خوشحاله يم چې له دوی سره يو ځای فوټبال لوبوو. زه د لوبغاړي نيمار ډېر خوښوم چې د ده سويه ډېره لوړه ده.

د سوله ييز سفر په نامه په دغه فعاليت کې فلسطين د بارچيلونا کلب لومړی تم ځای و. د فلسطين د ځوانانو او سپورټی چارو د کميټې غړي حسين فراج وويل د فلسطينيانو لپاره دا يو تاريخی اهميت لرونکی سفر دی. هغه وويل (اواز)

د بارچيلونا د فوټبال ټيم د سولې ملاتړ کولو لپاره دلته راغلی چې د خلکو لپاره ډېر اهميت لري. دوی د عادلت ملاتړ کوي او موږ ته هيلې رسوي. موږ هېله لرو چې سوله رامنځته شي او کله چې دوی په راتلونکې کې يو ځل بيا دلته سفر وکړي، فلسطينيان أزادی تر لاسه کولای شي.

د بارچيلونا د فوټبال لوبغاړي پخوا يوازی د ټلويزيون له لاری تر سترګو کېدل. نو دوی په ريښتنی توګه فلسطين ته راغلی چې ستر شوق او ذوق ته سبب شوی او زيات شمېر فلسطينی ځوانانو د دوی د کتلو لپاره د څو ساعتو لپاره پر ديوال باندی انتظار وکړ. يو هلک وويل (اواز)

دوی ټول د فوټبال غښتلی لوبغاړي دي. زه د ميسي او انيستا ډېر خوښوم . زه غواړم چې دوی ته ووايم چې موږ د ستاسو ډېر هرکلی کوم!

د فوټبال يو مينوال چې په ځانګړې توګه د اسرائيلو له شمال څخه راغلی، د بارچيلونا د سفر په تيره بيا د دوی او کوچنيانو تر منځ د فوټبال لوبولو فعاليت ډېر ملاتړ کوي. هغه وويل (اواز)

ډېر خوشحاله يم چې د بارچيلونا لوبغاړي دلته راغلی. زه هېله لرم چې دوی په فلسطين کې ښه موده تيره کړي. دوی کوچنيانو ته يو ښه سوغات ورکړي.

که څه هم په اوږده موده کې فلسطين د نيول کيدو په حال کې دی، خو فلسطينيان له ژوند سره مينه او د أزاد هيلې لري. د فوټبال لوبی د دوی ناارام ژوند ته ښکلی رنګ رسولی دی. کوچنيانو ته د فوټبال د روزنې وياندې وويل فلسطين ته د بارچيلونا سفر د فلسطينيانو لپاره هڅونکی رول لري. هغې وويل (اواز)

نن د بارچيلونا ټيم ټولې نړۍ ته وښودنه چې فلسطينيان يوازينی نه دی، موږ د مساوات او عدالت لپاره سيالی کوو. موږ د بارچيلونا له ټولو لوبغاړيو څخه مننه کوو چې له موږ سره يو ځای هغه مالومات ټولې نړۍ ته وسپارل چې هر تن د فوټبال لوبی لوبولی شي او دغې لوبی د هر تن لپاره مساوات دی.

د بارچيلونا لوبغاړيو له فلسطين څخه له کتنې وروسته اسرائيلو ته سفر وکړ او له ځايي يهودي او عربی کوچنيانو سره يې د فوټبال لوبی تر سره کړې. د خبر له مخې د سوله ييز سفر په نامه فعاليت کې د بارچيلونا ټيم ټولې ګټې به د فلسطين او اسرائيلو د سولې پرمخبيولو لپاره د سپورټی ارزښت زياتوالی په چارو کې ولګول شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای