د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د تبليغاتوکاريزه غونډه د اګست له ١٩مې نېټې څخه تر ٢٠مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې وويل، بهرنيانو ته د چين د ورپېژندلو کارونه دې په ښه توګه تر سره شي، لارې يې بايد نوې او بشپړې شي او بهر ته د چيني غږونو د خپرولو لپاره دې هڅې وشي.
رئيس شي وويل، دا د رسنيو کارونو يوه مهمه دنده ده چې څرنګه په مناسب ډول اوسنی چين او بهرنې نړۍ خلکو ته وروپېژني. (ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |