CRI Online

شي جين پينګ به ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان او قرغېزستان ته سفر وکړي

cri     (GMT+08:00) 2013-08-26 17:16:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چن ګانګ د اګست په ٢٦مه نېټه اعلان وکړ چې د ترکمنستان د ولسمشر بيرديموخاميدوف، د قزاقستان د ولسمشر نورسلطان نظربايف، د ازبکستان د ولسمشر اسلام کريموف او د قرغېزستان د ولسمشر المازبيک اتامبايف په بلنو، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د سپتمبر له ٣مې نېټې څخه تر ١٣مې نېټې پورې پادو څلورو هېوادونو ته رسمي سفر وکړي.

د روسيې د ولسمشر ولاډيمير پوټين په بلنې، رئيس شي به د سپتمبر له ٥مې نېټې څخه تر ٦مې نېټې پورې د روسيې په سنټ پيتربورګ کې د شلو هېوادونو ډلې په اتمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.

د قرغېزستان د ولسمشر اتامبايف په بلنې، رئيس شي به د سپتمبر له ١٣مه نېټه د قرغېزستان په بېشکيک کې د شانګ های د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په دياړسمه غونډه کې ګډون وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای