CRI Online

د چين د دولت ريس شي جن پنګ به منځنې اسيا ته سفر وکړي

cri     (GMT+08:00) 2013-08-27 16:39:23

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د راتلونکې د سپتمبر مياشتې په درېيمه نېټه به د چين د دولت ريس شي جن پنګ د منځنی اسيا څلورو هېوادونو ته سفر وکړي. دا د منځنی اسيا هېواد ته د رئيس شي جن پنګ لومړی سفر دی. د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال چنګ ګوه پنګ وويل ريس شي جن پنګ به د سفر په وخت کې له دغو هېوادونو سره د همکارۍ د پياوړتيا په هکله نوی وړانديزونه وړاندې او د منځنې اسيا په هکله د چين د نوې دورې حکومت ډيموکراتيکه تګلاره به بيان کړي.

ريس شي جن پنګ به د سفر په وخت کې د قيرغزستان په بېشکېک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ديارلسمه غونډه کې ګډون وکړي. برسيره پر دې، هغه به د روسيې د ولسمشر پوټين په بلنه د راتلونکی سپتمبر په پنځمه او شپږمه نېټه په سينت پيترازبورګ کې د شلو هېوادونو ډلې په اتمه سرمشريزه غونډه کې هم برخه ولري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای