CRI Online

د چين د دوديزې لوبې وو شو يعنی ګونګفو اصلي ميراث اخيستونکي کمېږي

cri     (GMT+08:00) 2013-08-27 19:57:49

د چين د دوديزې لوبې وو شو يعنی ګونګفو اصلي ميراث اخيستونکي کمېږي

د چين وو شو يعنی ګونګفو په نړۍ کې ډير شهرت لری او مينوال يې هم زيات دي . اوه شپېته کلن سپين ږيري وانګ يون د وو شو په ملي بلل شوې سيالۍ کې د بيزو په بڼه د سوک وهلو يو ډول ننداره وښوده . که څه هـم دده ونه جګه نه ده ، خو روحيات يې ډېر غښتلی دی . دده په وينا د سوک وهلو ياد ډول ميراث اخيستونکي کم دي ، نو هغه په دې نسبت ډير غمجن دی.

د چين وو شو د چيني کولتور يوه برخه ده او د کلونو کلونو راهيسې د نړيوالو په سترګو کې د ختيځې نړۍ مرموزه لوبه ګڼل کېږي . له دې کبله چې په وو شو لوبه کې مکتبونه ډيری دي او د وو شو مهارتونه عمومأ استاذان شاګردانو ته درزده کوي چې له امله يې بېلا بېل سيستمونه رامنځته شوي دي. په وروستيو کلونو کې د فلمونو ، د وو شو فيستيوالونو او سياليو له لارې لا زيات نړيوالو چيني ګونګفو پيژندلی ، خو په عين وخت کې د ګونګفو اصلي ميراث اخيستونکي ورځ په ورځ کميږې.

د چين د شان شي ولايت د هاي ژن په ولسوالۍ کې د سوک وهلو يو نامتو استاذ جو ون يوو وويل چې اوسمهال د چيني وو شو ډير مکتبونه د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي ځکه چې ځيني تجربه کار استاذان مړه شوي او په عين وخت کې دده ځانګړي او بې نظير مهارتونه ورک شوي دي.سپين ږيري جو سږ کال نوي کلن دی او د ماشومتوب په موده کې له خپل پلار د سوک وهلو يو ډول مکتب زده کړه وکړه او مهارت يې ډير ښه دی . دده په يو ابي رنګ کڅوړه کې دوه اوږدې چړې ايښودل شوې چې بڼه يې د هلال غوندی ده . دده د چړو ښوولو سابقه شپيته کلنه ده. د دغه ډول چړو د ښوولو لارې چارې هم ځانګړې دي او د دغو لارو چارو کنترول يې ډير ستونزمن کار دی. سره له دې چې له وروستيو کلونو راپدې خوا څه باندي سلو تنو شاګردانو غوښتي چې دده څخه د اوږدو چړو د ښوولو مهارت زده کړي ، خو متاسفانه دده د مهارت اصلي ميراث اخيستونکی لا تر اوسه نه دی پيدا شوی . سپين ږيري جو وويل چې نه می غوښتی چې دوي ته مهارتونه ورزده کړم ، علت يې دا دی چې دوي د زده کړې زغم او حوصله نه لری.

د چين د وو شو ټولنې غړي ښاغلي جوو جيان ګوو وويل چې په وروستيو کلونو کې د چين له دوديز وو شو سره د ټولنې پاملرنه لوړه شوې ده ، خو د وو شوو مهارتونو زده کول ډير ستونزمن دي چې له امله يې د ځينو بې ساري مهارتونو د خپرولو او د په ميراث اخيستلو غوښتنې محدودې شوي دي. ځکه چې د ځينو مهارتونو زده کونه بايد د کوچنيتوب په وخت کې پيل شی او د لويانو لپاره ستونزمنه ده ، دغه راز د دغو مهارتونو د زده کولو بهير ډېر ستړی دی. هغه زياته کړه چې د شاګرانو د انتخابولو غوښتنې هم ډېرې سختې دي چې تر هر څه لومړی دوي بايد د ښه ورزشي او انساني اخلاق خاوندان وي او هم بايد هوښيار او ذهين شاګردان هم وي يعنی د زده کولو په ترڅ کې بايد د ادراک غښتلې قوه ولری. د اصلي ميراث اخيستونکو د لټولو په بهير کې يوه بله سخته ستونزه دا ده چې د وو شو يعنی ګونګفو مهارتونو د کارولو فرصتونه کم دي او ګونګفو لوبغاړي هم له دې ستونزې سره مخامخ دي چې زياتې ګټې نشی تر لاسه کړي.د تاي جي چوان لوبې په هکله د يوې ټولنې سرمنشي ليان يو تانګ په وينا دوي د کوچنيتوب په وخت کې د وو شو په زده کړې پيل وکړ ، خو تر لويدو وروسته هغه کارونه کوي چې د وو شو سره اړه نه لری.

له وروستيو کلونو راهيسې د وګړيو د ژوند د ښه والي سره سم د روغتيا ساتنه د زياتې پاملرنې وړ دي چې په پايله کې د وو شو لوبې تعميم شوې دي. مثلا په ښاري ډګر کې د تاي جي چوان لويغاړي ډېری دي ، خو حرکتونه يې دومره سم نه دي .د ښاغلي جو هيله دا ده چې د چينايانو دوديزې لوبې د حکومت او ټولنې د لا زيات ملاتړ په اتکا نسل په نسل خپرېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای