CRI Online

د اسيا د ځوانانو سپورټی لوبې د ځوانانو روزلو لپاره ډېر اهميت لري

cri     (GMT+08:00) 2013-08-27 20:09:52

د اسيا د ځوانانو سپورټی لوبی هغو ځوانو لوبغاړيو ته د سياليو سويې د لوبولو يوه صحنه برابروي چې عمر يې له دوولس کلنو څخه تر اوولس کلنو پوري دي. دغه لوبې په هرو څلورو کلونو کې يو ځل تر سره کيږي. لومړې دوره د اسيا د ځوانانو سپورټی لوبې په دوه زره نهم کال کې په سينګاپور کې تر سره شوی او روان کال د چين په نان جينګ ښار کې د لوبو دويمه دوره جوړه شوې ده.

که څه هم يادې لوبې يوازی د دوو دورو لپاره تر سره کېږي، خو ستر اهميت لري. د اندونيزيا د سپورټی چارو کميټې رييسې او د اولمپيک لوبو د کميټې رييسې ريتا سوبوو وويل د اسيا د ځوانانو سپورټی لوبو تر سره کيدل د اسيا په بېلا بېلو هېوادونو کې د ځوانو لوبغاړيو د پرمختګ لپاره فعال رول لري او دوی ته يې په نړيوالو لوبو کې د ګډون لپاره ښه فرصتونه برابر کړي دي. د تجربو له مخې پخوا د اسيا د ځوانانو په سپورټی لوبو او يا د اولمپيک د ځوانانو په نړيوالو لوبو کې هغه ځوان لوبغاړي چې ښه موفقيتونه يې لاس ته راوړي دي، اوس په بېلا بېلو نړيوالو سياليو کې غښتلی لوبغاړي ګرځيدلي دي. هغې وويل (اواز)

زما په اند دغه لوبې ډېرې ښې دې. ځکه د لومړې دورې د ځوانانو په سپورټی لوبو کې مډالونه تر لاسه شول لوبغاړي، مثلأ د چين او ټايلنډ د بدمينتون ښځينه لوبغاړيو اوس مسلکی لوبغاړي ګرځيدلی او هميشه په لويو نړيوالو لوبو کې ګډون کوي. د ځوانانو د سپورټی لوبو په سياليو کې له ګډون وروسته دغه ځوان لوبغاړي په ځان نور هم باور پيدا کولای شي.

نوموړې وويل هر هېواد بايد په سيستميزه توګه ځوانو لوبغاړيو روزنه وکړي، نو په ستره بيه له نورو هېوادونو څخه د غښتليو لوبغاړيو د راغونډولو له لارې د خپل هېواد د لوبغاړيو سويې لوړتيا اړتيا نه شته، په همدې وخت کې د زاړو لوبغاړيو پر ځای نوی لوبغاړي به رامنځته شي. هغې وويل د ځوانانو د سپورټی لوبو تر سره کولو ابتدائی موخه دا ده چې اوسمهال کوچنيان او ځوانان له ورزش کولو سره علاقه نه لري او هميشه په کمپيوټری لوبو لاس پوری کوي. دا د ځوانانو د روغتيا لپاره ښه نه دی. نو د ځوانانو د سپورټی لوبو تر سره کيدو له لاری ځوانان د ورزش کولو ځواک پيدا کړي او خپل ارزښتونه ولټوي. هغې وويل (اواز)د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې د څارنې له مخې اوس په بهر کې له سپورټ سره د ځوانانو علاقه د پخوا په پرتله ډېره کمه ده، خو دوی کمپيټری لوبی خوښوي. په ځينو هېوادونو کې سپورټی تاسيسات بشپړ نه دي چې د ځوانانو له غوښتنو سره سمون نه لري، نو دوی نه غواړی چې ورزش وکړي. د اسيا د ځوانانو سپورټی لوبی ځوانو لوبغاړيو ته يوه صحنه برابروي چې ځوانان به د ورزش کولو ځواک تر لاسه کړي، د برياليتوب تر لاسه کولو لپاره به کوښښ وکړي او په عادی ژوند کې به نوی موخه به پيدا کړي.

دغې لوبې نه يوازی يوه لويه سپورټی غونډه ده، بلکې کوربه خوا هم د لوبغاړيو په کليو کې کلتوری خانې پرانيستلي چې د بېلا بېلو هېوادونو کلتورونه خپروي او د چاپيريال ساتنې نظريې تبليغ کوي. ميرمن ريتا سوبوو په دې اړه لوړه ستاينه وکړه او ويې ويل چې دغه فعاليتونه د ځوانو لوبغاړيو لپاره هم ډېر مهم دی، سپورټ له ښوونې څخه جلا نه دي، نو د کلتورونو ښوونې چارې هم د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې د پاملرنې وړ دي. هغې وويل (اواز)زما په نظر سپورټی روزنه د کلتوری ښوونې سره اړيکې لري، نو د اولمپيک لوبو نړيواله کميټه د اسيا د ځوانانو سپورټی لوبو او د ځوانانو د اولمپيک لوبو له کوربه خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د کلتوری ښوونې په اړه يو لړ فعاليتونه تر سره کړي. موږ هېله لرو چې ځوان لوبغاړي نه يوازی په سياليو کې ښه موفقيتونه تر لاسه کړي، بلکی د خپل هېواد او ملت په اړه وياړ وساتي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای