CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جن پنګ له بېجينګ څخه وخوځېد

cri     (GMT+08:00) 2013-09-03 09:09:12

د چين د دولت رئيس شي جن پنګ د سې شنبې په ورځ له بېجينګ څخه وخوځېد چې په وار سره به ترکمنستان ته سفر ، د روسيې په ساينټ پيترزبورګ کې د شلو هېوادونو ډلې په اته سرمشريزه غونډه کې ګډون، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان ته سفر او په قرغزستان کې د شانګهای همکاری سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ديارلسمه غونډه کې ګډون وکړي.

دا دې شي جن پنګ د چين د دولت ريس د دندې پر غاړه د اخيستلو راپدې خوا درېيم سفر دی چې د بهرنيو هېوادونو په لور خوځيږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای