CRI Online

د چين د دولت ريس شي جين پينګ د ترکمنستان له ولسمشر سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2013-09-03 20:14:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ٣ مه نېټه د ترکمنستان هيواد په پلازمينې عشق اباد کې د ياد هيواد له ولسمشر ګربنګولی برديمحمدوف سره خبرې اترې وکړې چې په ترڅ کې يې د چين او ترکمنستان ترمنځ د دوستانه اړيکو او په بيلابيلو ساحو کې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا او د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه. شي جين پينګ او ګربنګولی برديمحمدوف به ورپسې مهم سياسي سندونه لاسليک کړي، د دواړو هيوادونو د اړودو ادارو او تصديو ترمنځ د دوه اړخيزې همکارۍ د يولړ تړونونو د لاسليک کېدو په مراسمو کې ګډون ولري او بيا به په ګډه سره په مطبوعاتي غونډه کې خاصر وي.

چين او ترکمنستان په ١٩٩٢ کال کې خپلمنځي سياسي اړيکې ټينګې کړې . په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هيوادونو د مشرانو ترمنځ تګ راتګ زيات شوی ، په بيلابيلو ساحو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ همکاري په پرله پسې توګه پراخه شوې چې په دې اړه ډېر برياليتوبونه ترلاسه شوي دي.په تېر کال کې د چين او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت يو مليارډ درې سوه مليونه امريکايي ډالرو ته ورسيد. چين ترکمنستان ته لومړی لوی سوداګريز همکاری وګرځيد.

ترکمنستان منځنۍ اسيا ته د ريس شي جين پينګ لومړی تم ځای دی. هغه به هم له قزاقستان ، ازبکستان او قرغېزستان څخه رسمي ليدنه وکړي، او د سپتمبر له ٥ مې نېټې څخه تر ٦ مې نېټې پورې به په روسيه کې د شلو هيوادونو ډلې په اتمه سرمشريزه غونډه کې ګډون ولري.دغه راز د همدې مياشتې په ١٣ مه نېټه به په غرقېزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هيوادونو د مشرانو شورا په ١٣ مه غونډه کې ګډون وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای