CRI Online

د چين او ترکمنستان ترمنځ اړيکې نوۍ مرحلې ته رسېدلې او دواړه خواوې به د طبيعی ګازو د نل ليکې د ابادولو پياوړی کړي.

cri     (GMT+08:00) 2013-09-04 11:03:34

د ترکمنستان ولسمشر حامدوف د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د شي جين پينګ د هر کلی لپاره درانده مراسم تر سره کړل. له دوو ساعتو خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو په ګډه يوه خبرې ناسته جوړه کړه. ويل کېږي چې دغه خبرو ښه پايله تر لاسه کړې ده. ولسمشر حامدوف وويل، نن ورځ دواړو خواوو په هره ساحه کې د همکاريو په اړه زيات تړونونه لاسليک کړل. له رئيس شي جين پينګ سره له کتنې څخه څرګندېږي چې دواړه هېوادونه غواړي په هره ساحه کې خپلمنځي همکاري نژدی کړي.

په يادو شويو تړونونو کې د طبيعی ګازو په اړه د همکارۍ تړون د پاملرنې وړ دی. چين او ترکمنستان د طبيعی ګازو په برخه کې سره ډېر لوی همکاران دي. د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د طبيعی ګازو نل ليکه چې په ٢٠٠٩ کال کې په رسمي توګه په کار ولويده، د ترکمنستان د امو دريا له ښی غاړې څخه د شينجيانګ له هورګوس څخه چين ته غځيدلې ده او د انرژۍ د وريښمو لارې په توګه بلل کېږي او چينايان له دې امله د ترکمنستان له طبيعی ګازو څخه استفاده کوي.

په همدې ورځ د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته ولسمشر شي جين پينګ په ګډه خبري ناسته کې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نوی ګډه نظريه وروپيژندله. ده وويل،

دواړو خواوو د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د درېيمې نل ليکې د جوړول پريکړه وکړه او ژر به د څلورمې نل ليکې د ابادولو لپاره چمتو کړي، ترڅو د اموداري په ښې غاړه او د بيا سمسورتيا په نامه د طبيعی ګازو سيمو د استخراجولو پروژې په عادی توګه پلی شي او دواړه هېوادونه د طبيعی ګازو په برخه کې دايمي، ثابت او ټينګ ستراتيژيکی دوستان وګرځي.

د چين او ترکمنستان ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکيو د ټينګېدو په اړه د اعلاميې د لاسليکېدو سره سم، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې هم نوۍ مرحلې ته ورسېدلې. د پاملرنې وړ ده چې چين يوازنی هېواد دی چې له ترکمنستان سره ستراتيژيکی اړيکې ټينګې کړې دي. رئيس شي جين پينګ وويل،

موږ په ګډه د چين او ترکمنستان ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکيو د ټينګېدو اعلاميه لاسليک کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ستراتيژيکې سويې ته لوړې شوې دی. دا يوه نښه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نوې مرحلې ته ننوتلې دي او لا ښه پرمختګ به ومومي.

د دې ترڅنګ د ترکمنستان ولسمشر حامدوف باور څرګند کړ چې ترکمنستان ته د رئيس شي جين پينګ سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او راکړه ورکړه به نوۍ پاڼه پرانيزي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای